ننګرهارکې د ممپلیو په حاصلاتو کې درې برابره زیاتوالی راغلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143398
زمونږ خبریال راپور راکړی د ننګرهار د والي د ویندوی له دفتره رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې سږکال د ننګرهار ولایت په یوولسو ولسوالیو کې کروندګرو پر خپلو ۶۲۷ هکتاره زمکه ممپلې کرلې وو چې ۱۶۰۰ میتریک ټنه حاصلات ترې تر لاسه شوی چې دا د تیر کال په پرتله درې برابره زیاتوالی ښایي.
(last modified 2023-12-19T06:02:21+00:00 )
Dec 19, 2023 10:27 Asia/Kabul
  • ننګرهارکې د ممپلیو په حاصلاتو کې درې برابره زیاتوالی راغلی دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د ننګرهار د والي د ویندوی له دفتره رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې سږکال د ننګرهار ولایت په یوولسو ولسوالیو کې کروندګرو پر خپلو ۶۲۷ هکتاره زمکه ممپلې کرلې وو چې ۱۶۰۰ میتریک ټنه حاصلات ترې تر لاسه شوی چې دا د تیر کال په پرتله درې برابره زیاتوالی ښایي.

 د والي د ویندوې د دفترپه خبرپاڼه کې راغلي چې دا ممپلي په دې ولایت کې د ممپلیو د پروسس په پنځوسو کارخونو کې د پخولو او پروسس وروسته بازار ته د پلور لپاره وړاندې کیږي چې پر ننګرهار سربیره د هیواد نورو ولایتونو ته هم صادریږي.

 په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو کارخونو خاوندان هم خوښ دي چې د پخوا په پرتله د ممپلو حاصل زیات او د دوې د پخولو او پروسس چارې ښې رواني دي خو دوې له حکومت او خصوصي سکتور څخه  د بازار په موندلو کې د مرستې غوښتنه کوي.

دوې وایي اوسمهال په بازار کې عرضه زیاته او تقاضا کمه ده چې دوې یې هم اندیښمن کړي دي.

د ممپلو د پخولو اوپروسس په دغو کارخونو کې سلګونو کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شویده.

 د کارخونو پر خاوندانو سربیره کروندګر هم د اصلاح شویو تخمونو،کیمیاوي سرو او د ممپلو د ساتلو په موخه د سړو خونو  د جوړولو غوښتنه کوي.