افغانستان له ټولو هیوادونو سره پر تعامل ټینګار لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143436
له پخوا راهسې د افغانستان  د ولس زیاتره ستونزې همدغو انګریزانو راوالاړې کړی دي  او د افغانانو په ضد ئې له هر ډول تاؤتریخوالي او  جنایتونو کار اخستی دی .  
(last modified 2023-12-20T00:18:33+00:00 )
Dec 20, 2023 04:46 Asia/Kabul
  • افغانستان له ټولو هیوادونو سره پر تعامل ټینګار لري

له پخوا راهسې د افغانستان  د ولس زیاتره ستونزې همدغو انګریزانو راوالاړې کړی دي  او د افغانانو په ضد ئې له هر ډول تاؤتریخوالي او  جنایتونو کار اخستی دی .  

د افغانستان د طالبانو دحکومت  خارجه وزیرپه افغانستان کې د انګریز سفارت  له سلایار سره په کتنې کې  له نورو هیوادونو سره دتعامل لپاره د کابل پر چمتووالي ټینګار وکړ.

ا میر خان متقي  پرون په افغانستان کې د انګلستان د سفارت له سلایار رابرټ چاترین ډکسن سره په کتنې کې  د افغانستان له واکمن لوری سره  د  ګاونډیو ،سیمه ایزو اونړیوالو هیوادونو د تعامل غوښته وکړه .

 متقي خان  زیاته کړې ده ، کابل له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي او  پر ټولو  د تعامل  دروازې خلاصې ديپر دې اساس باید دغه وضعیّت  پیاوړی شی.  

  د افغانستان د طالبانو د حکومت  خارجه وزیر ووئيل،  اوسنیو شرائطو د انسان د وستۍ د مرستو ترڅنګ  د سیاسی او اقتصادي  مسئلو د پراختیا لپاره  مناسب فرصت برابر کړی دی.

له دې مخکې انګریز خارجه وزارت  په افغانستان کې د سیاسی نظام دبدلیدا لپاره  له تاؤتریخوالي په نه استفادې ټينګار کړی ؤ د انګلستان  دخارجه وزارت  چارواکو ټينګار  کړی ، په افغانستان کې هرډول تاؤتریخوالی ددغه هیواد د ولس په ګټه  نه دی او نړیواله ټولنه تاؤتریخوالی چې په هره بڼه وي  ورڅخه کرکه لري.

داپه داسې حال کې دي چې له پخوا راهسې د افغانستان  د ولس زیاتره ستونزې همدغو انګریزانو راوالاړې کړی دي  او د افغانانو په ضد ئې له هر ډول تاؤتریخوالي او  جنایتونو کار اخستی دی .