طالبانو افغان کډوالوته د زیاتو نړیوالو مرستو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143470-طالبانو_افغان_کډوالوته_د_زیاتو_نړیوالو_مرستو_غوښتنه_وکړه
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت سرپرست د پوهنې، روغتیا او راستنیدونکو ته د سرپناه د برابرولو په برخه کې له مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-12-20T05:43:57+00:00 )
Dec 20, 2023 10:12 Asia/Kabul
  • طالبانو افغان کډوالوته د زیاتو نړیوالو مرستو غوښتنه وکړه

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت سرپرست د پوهنې، روغتیا او راستنیدونکو ته د سرپناه د برابرولو په برخه کې له مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه وکړه.

 

د  افغانستان د کډوالو چارو وزارت سرپرست له افغان راستنیدونکو سره د نړیوالو مرستو د زیاتوالي غوښتنه وکړه

خلیل الرحمن حقاني د مهاجرت د نړیوال سازمان له مشرې سره په کتنه کې په افغانستان کې له راستنیدونکو سره د نړیوالو مرستندویه موسسو د مرستو د زیاتیدو غوښتنه وکړه.

افغان غږ خبری آژانس‌ وایی د طالبانو د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د مهاجرت د نړیوال سازمان له مشرې  امی پوپ سره د خلیل الرحمن حقاني د لیدنې خبر ورکړی دی.

خلیل الرحمن حقاني زیاته کړه چې مرستندویه ادارې باید د راستنیدونکو افغان کډوالو وضعیت له نږدې  وڅاري.

د  افغانستان د کډوالو چارو وزارت سرپرست د پوهنې، روغتیا او راستنیدونکو ته د سرپناه د برابرولو په برخه کې له مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه وکړه.

خو امې پوپل په دې غونډه کې وویل چې مرستندویه بنسټونه هڅه کوي چې د ژمي په موسم کې له راستنېدونکو افغان کډوالو سره مرستې وکړي.