افغانستان کښې د ښځو له حقوقو لاهم انکار کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143486-افغانستان_کښې_د_ښځو_له_حقوقو_لاهم_انکار_کیږي
د افغانستان په چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي استازې د دغه هیواد په هکله د امنیت شورا په غونډّ کښې وویل: په افغانستان کښې سیسټماټیکه توکمپالنه موجوده ده او د افغان میرمنو حقوق تراوسه نه دي منل شوې.
(last modified 2023-12-20T23:41:49+00:00 )
Dec 21, 2023 04:06 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د ښځو له حقوقو لاهم انکار کیږي

د افغانستان په چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي استازې د دغه هیواد په هکله د امنیت شورا په غونډّ کښې وویل: په افغانستان کښې سیسټماټیکه توکمپالنه موجوده ده او د افغان میرمنو حقوق تراوسه نه دي منل شوې.

د افغانستان په چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي استازې د دغه هیواد په هکله د امنیت شورا په غونډّ کښې وویل: په افغانستان کښې سیسټماټیکه توکمپالنه موجوده ده او د افغان میرمنو حقوق تراوسه نه دي منل شوې.

روزا  اوتونبایوا پرون د افغانستان د حالاتو په اړه د امنیت شورا په غونډه کښې په دغه هیواد کښې سیسټماټیکې توکمپالنې او د سیاسي ګډون خنډونو ته په اشارې سره، افغانستان ته د امنیت شورا د ډیرې پاملرنې غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د نورو بحرانونو په شان دا هیواد هم پرله پسې توجه ته ضرورت لري.

هغې زیاته کړه: د طالبانو حکومت په ظاهره په افغانستان کښې د بشري حقوقو د ځینو اړخونو په هکله خبرواترو ته تیار دی خو معلومه نه ده چې د ښځو او نجونو په اړه خبرواترو به غاړه کښيږدي که نه.

میرمن روزا همداشان په ژمي کښې د افغانستان د خلکو سختیو او په دغه هیواد کښې د سرچینو کمي ته په اشارې سره هم زیاته کړه: په افغانستان کښې شیعه ټولنې د هدفمنو بریدونو له خطر سره مخامخ دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د افغانستان په اړه د پاکستان دريځ او له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو جبري  ستنولو ته په اشارې سره، دغه کډوال "د بې وزلو تر ټولو بې وزله" وبلل او ويې ويل: "طالبانو د ترهګرۍ او تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره ډېر کم کار کړى دى او د دغو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي په خرابېدو دي.