وردګو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۰ تنه ټپیان شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143574-وردګو_کې_د_یوې_ترافیکي_پېښې_له_امله_۱۰_تنه_ټپیان_شوي
د میدان وردګو ولایت د مرکز اړوند کشمیر کلا سیمه کې پرون ناوخته د کابل – کندهار پر لویه لار ترافیکي پېښه شوې ده.
(last modified 2023-12-22T03:51:40+00:00 )
Dec 22, 2023 08:19 Asia/Kabul
  • وردګو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۰ تنه ټپیان شوي

د میدان وردګو ولایت د مرکز اړوند کشمیر کلا سیمه کې پرون ناوخته د کابل – کندهار پر لویه لار ترافیکي پېښه شوې ده.

د یاد ولایت د ځایي چارواکو په وینا دغه پېښه د رینجر او فولډر ډوله موټرو د ټکر په پایله کې رامنځته شوې، چې له امله یې ۱۰ تنه ټپیان شوي. چارواکي زیاتوي چې ټپیان د امنیتي ځواکونو په مرسته د یاد ولایت مرکزي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

چارواکو د پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې دې ته ورته پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوي دي.