سرپرست حکومت دې زموږ پر مخ د پوهنتونونو دروازې پرانیزي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143578-سرپرست_حکومت_دې_زموږ_پر_مخ_د_پوهنتونونو_دروازې_پرانیزي
یو شمېر زده‌کړیالانې پوهنتونونو ته د دوی پر تګ د بندیز له یوه کال پوره کېدو سره سم د دغه بندیز دوام د هېواد د راتلونکي په زیان بولي او له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
(last modified 2023-12-22T04:21:30+00:00 )
Dec 22, 2023 08:48 Asia/Kabul
  • سرپرست حکومت دې زموږ پر مخ د پوهنتونونو دروازې پرانیزي

یو شمېر زده‌کړیالانې پوهنتونونو ته د دوی پر تګ د بندیز له یوه کال پوره کېدو سره سم د دغه بندیز دوام د هېواد د راتلونکي په زیان بولي او له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

له نن څخه یو کال مخکې د ۱۴۰۱ کال د لېندۍ په ۲۹مه لوړو زده‌کړو وزارت د یوه فرمان په صادرولو سره تر دویم امر پورې پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه.

اوس له دغه اقدام څخه د یو کال په تېرېدو سره، یو شمېر زده‌کړیالانې د دغه بندیز دوام د هېواد د راتلونکي په زیان او د ټولنې د نیمايي نفوس په حق کې جفا بولي او د هواري غوښتنه یې کوي.