Dec 26, 2023 04:34 Asia/Kabul
  • د ښځو په کار بندیز د افغانستان اقتصاد کمزوری  کړی

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو د بشر دوستانه چارو غږملونکي دفتر( اوچا) د افغانستان په غیر حکومتي موسسو کښې د ښځو په کار باندې بندیز د دغه هیواد اقتصاد ته ستر ګوزار وباله.

اوچا وویل د افغانستان ماتیدونکی اقتصاد چې په بشردوستانه مرستو باندې تکیه لري د ښځو په کار باندې د بندیز په دلیل د خرابیدا په حال کښې دی.

د ملګروملتونو د بشر دوستانه مرستو غږملونکي دفتر اوچا زیاته کړه د طالبانو محدودیت رامینځته کونکي سیاستونه د مرستې او د خدماتو له ترلاسه کولو د ښځو د محرومیدا سبب شوي دي او دغه حالت د مرسته رسونکو ارګانونو او د نړیوالې ټولنې په مشارکت باندې منفي اغیز شیندلی دی.

د ملګروملتونو امنیت شورا تیره میاشت د افغانستان د حالت په هکله له راپور وروسته وویل په حکومت کښې به د ښځو له ګډون کولو پرته له طالبانو سره هیڅ نړیوال تعامل ترسره نشي.

د افغانستان طالبانو هم نیوکو ته په غبرګون کښې ویلي دي د کابل حکومت ژمن دی په ټولو فعالیتونو کښې د افغانستان ملي ګټې او دیني ارزښتونه په نظر کښې ونیسي او طالبان به چا ته  د خپل هیواد په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې اجازه ورنکړي.

له دې مخکې ملګروملتونو د یوې نظر پوښتنې د نتیجو په خپرولو سره ویلي وو د افغانستان ډیرې ښځې باوري دي که چیرې طالبان دوې ته د زده کړې او د کار کولو اجازه ورکړي نو د طالبانو د حکومت په رسمیت له پيژندلو سره موافقې دي.

 

ټیګونه