هره ورځ له ۸ زره څخه زیات پاسپورټونه وېشل کېږي
د افغانستان د پاسپورټ عمومي ریاست چارواکي وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې دې ادارې په ټول هېواد کې څه باندې ۷۰۰ زره پاسپورټونه پر غوښتونکو وېشلي او له دې لارې څه باندې درې میلیارده افغانۍ د دولت خزانې ته جمع شوي دي.
د پاسپورت ریاست پر سستی د خلکو له نیوکو سره سره؛ خو د دغه رياست وياند نورالله پتمن بیا وايي، چې په مرکز او ولايتونو کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ په عادي ډول روانه ده او هره ورځ په ټول هېواد کې څه باندې اته زره پاسپورټونه وېشل کېږي.
هغه زياته کړه، چې دې رياست په تېرو شپږو مياشتو کې څه باندې ٧٠٠ زره پاسپورټونه وېشلي او له دې لارې تر ٣ ميليارده افغانيو ډېر عوايد ترلاسه شوي دي.
پتمن يادونه وکړه، چې د پاسپورټونو عمومي رياست هڅه کوي، چې د پاسپورټونو د وېش شمېر دوه برابره کړي.
نوموړي د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې وويل، چې د پاسپورټونو عمومي رياست هېڅکله د پاسپورټونو له کمښت سره نه مخ کېږي او دغه اداره د پاسپورټ د چاپ قرارداد له لېتوانيايي شرکت سره تمديد کړى دى.