د افغانستان خاوره به هیڅکله د کوم ګاونډي په ضد ونه کارول شي
د افغانستان د کابل له ارګه په خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي چې په دغې لیدنه کې مولوي محمد حسن اخوند ویلي ډاډ ورکوو،د افغانستان له حدودو به هیچا ته د ګاونډیو هیوادونو په ضد د استفادې اجازت ورنکړي
د افغانستان د طالبانو د حکومت رییسالوزرا ملا محمد حسن اخوند د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي پشمول د کابینې د ځینو غړو په شتون کې د پاکستان د جعیت علمای اسلام ف څانګې مشر، مولانا فضل الرحمن سره لیدلي دي.
ایرنا خبری آ ژانس راپور ورکړی، د افغانستان د کابل له ارګه په خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي چې په دغې لیدنه کې مولوي محمد حسن اخوند ویلي ډاډ ورکوو،د افغانستان له حدودو به هیچا ته د ګاونډیو هیوادونو په ضد د استفادې اجازت ورنکړي
په دغې ناستې کې د افغانستان د خارجه وزیر پشمول نورو ځینو لوړپوړو چارواکو هم ګډون درلود.
افغانستان ته د پاکستان د دغه لوړپوړي مذهبی اوسیاسی شخصیّت دغه سفر چې د افغانستان د طالبانو د حکومت په رسمي بلنې سره ترسره شوی،د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د سرحدي اختلافاتو او دغه راز د ځينو نورو تره هګریزو پیښو په اړه د روغې جوړې په موخې سره ترسره شوی دی .
د اسلام اباد حکومت په کرتو د افغانستان طالبان دترهه ګرۍ سره په مقابل کې په کم کارئ او په ګډو پولو کنټرولولو کې په ناوړه مدیریّت تورن کړي،چې د افغانستان طالبان دغه تورونه په زغرده رد کړي دي.
مولانا صیب په دغې کتنې کې پخپلو څرګندونو کې ددواړو ګاونډیو هیوادونو په اړیکو کې د ناسمو تفاهم په ختمولو او د هراړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا د لارو چارو پر موندلو ټينګار کړی او د دواړو هیوادونو پراختیا ئې د ورځې یو ضرورت بللی دی.
د افغانستان د طالبانو رییس الوزرا هم د پاکستان د عالمانو د پلاوي په هرکلي سره ووئیل،پاکستاني چارواکي له افغان پناه غواړو سره په چلند کې ظلمونه کوي او دغه شان چلندونه باید ودریږي،ځکه دا ددواړو هیوادونو ترمینځ د ناسمو تفاهمونو او داختلافاتو ریښه ده.
په دغې کتنې کې د افغانستان خارجه وزیر امیر خان متقي هم ووئيل،افغانستان له ټولو ګاونډیانو سره په تیره بیا له پاکستان سره ښې او ورورګلویزې اړیکې غواړي او دا د دواړو ګاونډیو هیوادونو په ګټه ده او که کومې ناسم تفاهمونه هم وي ، نو باید د خبرو اترو له لارې حل شي او مونږ په همدې خاطر پاکستان ته خپل لوړپوړی پلاوی هم لیږلی دی.
د افغانستان او پاکستان ترمینځ په اړیکو بندون په تیره بیا پر کابل د طالبانو په مسلط کیدا پسې زیات شوی او دغه بندون حتی د یوه بل تر ګواښلو حده هم رسیدلی چې دغه شان وضعیّت د سیمې په شمول ددواړو لورو په تاوان دی او باید ترینګلتیاوې په خبرواترو او مشورو سره حل شي او ترینګلتیاوې هیڅکله هم د کومو مشکلاتو حل لاره نه ده .