د کرمان د ترهګرو چاودنو یو بل ژوبل افغان شهید شو
صدای افغان خبري اژانس راپور راکړی د ایران د کرمان ولایت د «ګلزار شهدا» د ترهګرو بم چاودنو د یوه بل ژوبل زده کونکي په شهادت سره چې د افغانستان ښاریز و په دغه ترهګرو بم چاودونو کښې د افغانستان د شهید شویو کسانو شمیر پینځلسو ته ورسید.
د جنورۍ د میاشتې په دریمه نیټه د ایران په کرمان ولایت کښې په دوو ترهګرو بم چاودنو کښې د دوه ویشتو زده کونکو په شمول یونوي کسان شهیدان شوي وو.
د ایران د کرمان ولایت د ښوونې او د روزنې وزارت وویل په تیرې یکشنبې شپې د ګلزار شهدا د ترهګرو بم چاودنو یو بل زده کونکی د سخت ژوبلیدا په وجه شهید شو او په دغو بم چاودنو کښې د افغانستان د شهید شویو کسانو شمیر پینځلسو او د ژوبلو کسانو شمیر هم نولسو ته ورزیات شوی دی.
په افغانستان کښې څه د پاسه څلویښت کاله جنګونه او نیواکګرۍ د میلیونونو افغان ښاریزو د مهاجرت سبب شوي ده او د ګاونډیتوب او د کلتوري ګډولو په خاطر د افغانستان له اتو میلیونو کډوالو څخه کابو څلور میلیونه افغانان په ایران کښې ژوند کوي.