په امریکایي وسلو سره د فلسطینیانو نسل وژنه
په غزه کې په امریکايي وسلو سره د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو دوام، د امریکا په سیاسي ناستو او رسنیو کې د اختلاف وړ موضوع ګرځېدلې ده.
واشنګټن پوسټ په دې اړه په خپل یوه راپور کې لیکلي: "د اسرائیلو له خوا د امریکايي وسلو په مرسته، د ترسره شویو جرمونو اسناد دومره زیات دي، چې که واشنګټن د دغو جنایتونو په اړه لږ هم هوډ درلودای، نو تر اوسه به یې له اسرائیلو حساب اخیستی وای."
د واشنګټن پوسټ په وینا، متحده ایالاتو نږدې ۵۰۰ راپورونه ترلاسه کړي، چې ښيي اسرائیلو په غزې تړانګه کې پر ملکي وګړو د بریدونو لپاره امریکايي وسلې کارولي دي. خو واشنګټن له نړیوالو قوانینو او د خپلو تورو سیاستونو سرغړونه کړې او اسرائیل یې ځواب ویلو ته نه دی غوښتی.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکي، چې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو پر وړاندې د خپل هېواد د حکومت د بې کفایتۍ له امله یې استعفا ورکړې، واشنګټن پوسټ ته ویلي، د دغه هېواد چارواکي د صهیونیسټانو د جنایتونو د رپوټونو څېړلو پر مهال، د دې پر ځای چې د حقیقت موندلو په لټه کې وي، هڅه کوي څو یوه لاره پیدا کړي، چې دا جنایتونه په یوه نرم ډول د خلکو په ذهن کې څرګند کړي.
د فلسطین له اشغال او د اسرائیلو د جعلي رژیم له جوړېدو راهیسې، دغه رژیم د امریکا د بهرنیو مرستو تر ټولو لوی ترلاسه کوونکی هېواد دی، چې په ګډه یې ۳۱۰ میلیارده ډالره اقتصادي او پوځي مرستې ترلاسه کړې دي. امریکا د یوه تړون له مخې ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۸ کال پورې به هر کال اسرائیلو ته ۳.۸ میلیارده ډالره ورکوي. خو دا مرستې بیا د جګړې په شرایطو کې څو چنده کېږي. د تېر کال په اکتوبر میاشت کې پر غزې د اسرائیلو له برید راهیسې، امریکا له اسرائیلي رژیم سره څه باندې ۲۲ میلیارده ډالره مالي مرسته کړې ده.
د امریکا د «براون» پوهنتون «واټسون» فکري کوټې هم په دې وروستیو کې د یوه راپور په خپرولو سره اعلان کړی چې د بایډن حکومت د غزې د جګړې ۷۰ سلنه لګښت ورکړی دی. دغه فکري کوټې د خپل راپور په يوه بله برخه كې، په غزه كې د اسرائيلو د جګړې دوام، د امريكا مالي مرستې ګڼلي او ليكلي دي: دا چې د امريكا له مرستو پرته به د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ كلونو ترمنځ د اسرائيلو د بودجې کسر بې ساري حد ته رسېدلى واى، کوم شک شتون نه لري، له دې امله نشو کولای په ډاډه ووایو چې دې جنګ د امریکا له مرستو پرته به کولای شو چې په اوسني شدت او پراخوالي سره دوام کړای وای.
امریکا له دغو مرستو سربېره، له صهیونیسټي رژیم څخه پراخ سیاسي ملاتړ هم کوي. سپېنې ماڼۍ په تېر یوه کال کې په امنیت شورا کې د هر هغه پریکړه لیک د صادرولو مخه نیولې ده، چې پکې د صهیونیسټي رژیم د غندنې او یا پر دغه رژیم د فشار اچول شامل وو. د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د دغه سازمان له رامنځته کېدو راهیسې د ویټو شویو مسودو، دوه پر درېیمه برخه پریکړه لیکونه د صهیونیسټي رژیم اړوند دي، چې د امریکا له خوا ویټو شوي دي.
له صهيونیسټي رژيم څخه د امريکا هر اړخيز ملاتړ د پټېدو وړ مسئله نه ده، خو په غزه کې د صهيونیسټي رژیم د جنايت کچه دومره پراخه ده، چې له نيواکګرو صهيونیسټانو څخه د امريکا د ملاتړ مسئله، د ډيموکرات او جمهوري غوښتونکو ګوندونو له سطحې څخه هم لوړه شوې ده. همدا اوس په سیاسي، رسنیزو او علمي برخو کې دا بحث روان دی، چې له صهیونیسټانو څخه د امریکا هر اړخیز ملاتړ په لوېدیځه آسیا کې د امریکا دریځ له خطر سره مخامخ کړی دی.
اسرائیل د امریکا د ناروا پالل شوي زوی په توګه، نور نه شي کولای چې په لوېدیځه آسیا کې د امریکا ګټي تامین کړي او د صهیونیسټانو د پراخو جنایتونو پړه، پر امریکا هم اچول کېږي.
حقیقت دا دی چې جعلي اسرائیلي رژیم د امریکا له ملاتړ پرته په سیمه کې له مقاومتي ډلو سره په پوځي لحاظ مقابله نه شي کولای، خو له دې سره، د فلسطیني ولس دوامداره مقاومت ښيي چې، هېڅ وسله د اشغال لاندې د یوه ملت د ارادې او مقاومت د ماتولو توان نه لري.
ژباړه: زماني