د سرطاني ناروغانو د درملنې لپاره د ډاکټرانو یوه ډله کابل ته رسېدلې
(last modified Fri, 01 Nov 2024 11:29:47 GMT )
Nov 01, 2024 15:59 Asia/Kabul
  • د سرطاني ناروغانو د درملنې لپاره د ډاکټرانو یوه ډله کابل ته رسېدلې

په افغانستان کې د سرطاني ناروغانو د درملنې لپاره له کاناډا څخه د افغان او کاناډايي ډاکټرانو یوه ګډه ډله کابل ته رسېدلې ده. دوی وايي، په علي اباد تدریسي روغتون کې یې ګڼ پېچلي عملیات ترسره کړي دي

. ۵۴ کن احمدشاه اشرفي چې تازه له کاناډا کابل ته راغلی دی له دوو لسیزو زیاته موده په کاناډا کې د صدري جراحۍ برخه کې کار کړی او دا مهال له خپلې شپږ کسیزې ډلې سره د علي اباد په تدریسي روغتون کې د صدري جراحي پېچلي عملیات ترسره کوي. 

د احمد شاه اشرافي کاناډايي همکاران کابل ته له راتګه خوشحالي څرګندوي او وايي چې، افغان روغتیاپالانو ورسره په بېلابېلو برخو کې ښې تجربې شریکې کړې دي.

په ورته مهال، د علي اباد تدریسي روغتون چارواکي کابل ته د دغې روغتیايي ډلې له راتګه هرکلی کوي او له نورو روغتیاپالانو غواړي چې، د افغان ناروغانو درملنه کې ونډه واخلي.

ټیګونه