صهیونیسټي ټولنو د حزب الله په لوړ توان اعتراف وکړ
صهیونیسټي ټولنو د لبنان د اسلامي مقاومت له جنګیالیو سره په ځمکنۍ جګړه کښې د صهیونیسټي رژيم د پوځ په ماتې اعتراف وکړ او د حزب الله د توغندوي توان د ډیرې برخې د نابودولو په هکله یې د دغه رژيم د پوځ ادعا رد کړه.

سحاب د یونیوز له قوله خبر ورکړی چې یدیعوت آحارانوت ورځپاڼې له حزب الله سره په ځمکنۍ جګړه کښې د صهیونیسټي رژیم د پوځ په کړنلارې باندې په نیوکې سره ولیکل: د اسرائیلو د پوځي پنځو لښکرو او یو ذخیره کنډک په څلورو اونیو کښې ونه توانیده چې د لبنان په سویل کښې حتی یو کلی هم ونیسي.
دغه ورځپاڼه زیاتوي: د پوځیانو شمیر، د هغو پوځیانو درې چنده دی چې په ۲۰۰۶ کال کښې یې د اسرائیلو او لبنان ترمینځ په ۳۳ ورځني جنګ کښې ګډون درلود.
په دې لړ کښې د صهیونیسټي رژیم د پوځ ذخیره جنرال ران کوخاف هم د حزب الله د توغندوي توان د سترې برخې د نابودولو په هکله د دغه رژيم د چارواکو ادعاوې رد کړې او ویې ویل: دا ادعا بیخي غلطه ده.
همزمان روزنامه صهیونیستی «هاآرتص» از سردرگمی ارتش رژیم صهیونیستی در جبهه های نبرد در نوار غزه و مرز با لبنان خبر داد و نوشت : ارتش اسرائیل خسته است و باید در جنوب و شمال سرزمین های اشغالی به توافقی (برای پایان جنگ) رسید.