په بلوچستان کې د واکسيناتورانو پر ساتونکو بريد کې اووه تنه وژل شوي
(last modified Fri, 01 Nov 2024 11:32:47 GMT )
Nov 01, 2024 16:02 Asia/Kabul
  • په بلوچستان کې د واکسيناتورانو پر ساتونکو بريد کې اووه تنه وژل شوي

د پاکستان د بلوچستان صوبې په مستونګ سیمه کې د نجونو یوه ښوونځي ته نژدې په یوه برید کې د پولیو د واکسیناتورانو د امنیت لپاره ګومارل شوي پولیس په نښه شوي چې له امله یې د پنځو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي دي.

د پولیسو یوه چارواکي ویلي چې، په دغه برید کې د پولیسو هغه موټر په نښه شوی وو، چې د پولیو د واکسین د کارکوونکو د امنیت لپاره یې ساتونکي لېږدول.

د پولیسو یوه بل چارواکي بیا ویلي چې، په اووه وژل شویو کسانو کې پنځه ماشومان، یو پولیس او یو دوکاندار شامل دي.

د دغه برید مسئولیت تر اوسه چا یا کومې ډلې نه‌دی اخیستی.

له‌دې مخکې روانه اونۍ په پاکستان کې د ماشومانو لپاره د پولیو د واکسین د پیل شوي کمپاین په ترڅ کې د خیبرپښتونخوا په څو سیمو کې د دغه کمپاین پر کارکوونکو او ګومارل شویو پولیسو یې بریدونه وشول، چې له امله یې څوتنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

په پاکستان کې چې روان زېږديز کال د پولیو مثبتې پېښې پکې په بې‌ساري توګه زیاتې شوې.

ټیګونه