د لبنان په سویل کې کابو زر تنه صهیونیسټان مړه او ژوبل شوي دي
د اسلامي مقاومت د عملیاتو خونې اعلان کړی چې د لبنان په سویل کې د ځمکنیو جګړو له پیله تراوسه، کابو زر تنه صهیونیسټي پوځیان مړه او ژوبل شوي دي.
د سحاب د شبکې د خبر له مخې، د اسلامي مقاومت د عملیاتو خونې په یوه بیانیه کې راغلي چې: د لبنان په سویل کې د ځمکنیو جګړو له پیله تراوسه له ۹۵ زیات صهیونیسټي پوځیان وژل شوي او ۹۰۰ نور هم ژوبل دي.
د لبنان اسلامي مقاومت همداراز د ۴۲ مرکاوا ټانکونو، ۴ پوځي بلدوزرونو، دوه هامر دستګاوو، یوه زغره وال ګاډي او د یوه پرسونل بار وړونکي موټر د ویجاړولو خبر ورکړی دی.
د دې بیانیې له مخې، د مقاومت مبارزانو درې هرمیس 450 ډرون الوتکې او دوه هرمیس 900 بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.
د اسلامي مقاومت د عملیاتو خونې ټینګار کړی چې په دغو احصائیو کې د صهیونیسټانو پر اډو او د فلسطین په شمال کې پر صهیونیسټي ښارونو او ښارګوټو په حملو کې د دښمن د تلفاتو او تاوانونو اندازه شامله نه ده.