د لمر په حضور کې - په ایران کې د شهیدانو له کورنیو سره د آیت ا... خامنه يي لیدنه
(last modified Fri, 01 Nov 2024 09:20:02 GMT )
Nov 01, 2024 13:50 Asia/Kabul
  • د لمر په حضور کې -  په ایران کې د شهیدانو له کورنیو سره د آیت ا... خامنه يي لیدنه

د شهیدانو له کورنیو سره لیدنه، د اسلامي انقلاب د رهبر حضرت آیت ا... خامنه يي یو ښکلی دود دی. دا صمیمي لیدنه په ټول کال کې څو ځلې ترسره کېږي او په صمیمي او معنوي فضا کې د شهیدانو یاد او خاطرې تازه کېږي. آیت ا... خامنه يي په دې وروستیو کې د امنیت شهیدانو له کورنیو سره لیدنه کړې وه.  

یقینا د هر هېواد او هرې ټولنې یو له مهمو اړتیاوو څخه امنیت دی. که په یوه ټولنه کې د ښه امنیت فضا رامنځته نه شي، بیا به نه اقتصاد، نه علم، نه پرمختګ او حتی یوه بریالۍ کورنۍ به هم نه وي. په حقیقت کې امنیت د یوه ملت او هېواد د پرمختګ د ټولو وسیلو او لارو بنسټ دی؛ همدا لامل دی چې د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) هم امنیت ته د یوه ستر نعمت په توګه اشاره کړې  او فرمایلي دي: روغتیا او امنیت هغه نعمتونه دي چې کله هغوی له لاسه ورکړو، نو د هغوی په قدر پوهېږو.

آیت ا... خامنه يي د امنیت شهیدانو کورنیو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د ایران پر ملت باندې د دوی ستر حق، یو د نه بیان وړ حق وباله. هغوی د قرآنکریم ۳ او ۴ آیتونو ته په اشارې سره وفرمایل: تاسو وګورئ په قرآن کریم کې، خدای تعالی د امنیت کچه ​​دومره لوړه کړې، چې هغه مسلمانانو ته د یوه لوی او ستر نعمت په توګه یادوي:

فَلیَعبُدوا رَبَّ هذَا البَیتِ * اَلَّذی اَطعَمَهُم مِن جوعٍ وَ آمَنَهُم مِن خَوف

(نو باید د دې کور د څښتن عبادت وکړي؛ هغه [خدای] چې دوی ته یې په لوږه کې خواړه ورکړل او د [دښمن] له ویرې څخه یې  آرامه کړل.) یعنې د هغه خدای عبادت وکړئ چې تاسو ته یې دا ستر نعمتونه درکړي دي؛ تاسو ته یې امنیت درکړی، تاسو ته یې د امن او خوندي ژوند امکانات درکړي دي. دا د امنیت ارزښت دی.

ښه، که دا مسله دومره مهمه ده، نو که یو شمېر خلک، سرښندونکي، له ځانه تېرېدونکي؛ په دې لاره کې په شهادت ورسېږي، د حیرانتیا خبره نه ده، د دغو شهیدانو درجې هم ډېرې لوړې دي... د امنیت شهیدانو کورنۍ دې ووياړي او سرلوړي  دي وي.

ستاسو ځوانان په شهادت ورسېدل - البته لوړ الهي مقامونه يې ترلاسه کړل -  له دې سره، تاسو یې ویرجن کړل، ستاسو زړونه، ستاسو ځانونه، ستاسو احساسات د دې عزیزانو د نشتون له امله وځورېدل، دا رښتيا ده، خو ووياړئ؛ دوی په ښه لاره روان شول، په ښه لاره کې شهیدان شول او د یوه مهم کار لپاره یې سینه مخکې کړه.

د امنیت په نشتون کې به، ګډوډي او تاوتریخوالی د اغزو د بوټو په څېر راپورته شي او ټول ځایونه به ونیسي. خو امنیتي ساتونکي د ټولو شرارتونو پر وړاندې خپل سینه سپر کوي او د خطر پر وړاندې درېږي. دوی د سرحدونو په دفاع کې، د لارو کوڅو شرورانو، د لارو غلو، قاتلینو، د نشه یي توکو او وسلو د قاچاقبرانو په مقابل کې په زړورتیا سره درېږي او له همدې امله، د دغو سترو انسانانو لپاره تر ټولو ښکلی نوم «د امنیت ساتونکي» دی.

د آیت ا... خامنه يي په وینا، د ناامنۍ او شرارت پر وړاندې یوه مهمه وسیله، ملي ځواک دی. هغوی په دې اړه فرمايي: "هغه څه چې د یوه هېواد لپاره امنیت ساتي د هغه هېواد "ملي ځواک" دی، د هغه هېواد پیاوړي کېدل دي؛ پیاوړي کېدل په ټولو اړخونو کې: په علم کې پیاوړي کېدل، په اقتصاد کې، د دفاع په امکاناتو کې، په وسلو کې پیاوړي کېدل؛ دا هغه څه دي چې د یوه هېواد امنیت ساتي او تضمینوي.  د دوی له آنده، دښمنان چې کله له یوه ځواکمن ملت سره مخامخ شي، شاته ځي، خو که کمزورتیا او ناتواني پکې وویني، د هغې خوا ته ځي او زیان ورته رسوي.

د انقلاب رهبر د امنیت یو له مهمو څانګو څخه «رواني امنیت» وګڼلو او یو مهم ټکی یې په ګوته کړ. د دوی په نظر، کله چې دښمن د یوه ملت له ځواک سره مخامخ کېږي، نو په وسلو سره د هغوی جګړې ته نه ځي، بلکې په نرمې جګړې او د رواني ناامنیو په رامنځته کولو سره د هغه ملت په لور ځي. د دوی په وينا، دښمنانو په تېره بيا په وروستيو کلونو کې، د دروغو او افواهاتو په خپرولو سره، د ټولنې د رواني امنيت د له منځه وړلو لپاره دوه چنده هڅې کړې دي، چې خپلو موخو ته هم نه دي رسېدلي.

آیت ا... خامنه یي رواني امنیت، د خلکو په زړونو کې د اضطراب، ویرې او شک نه راوستلو په توګه معنی کړ. مجازي فضا اوس د شخصي او ځینې وخت د تعصبي نظرونو او څرګندولو ځای ګرځېدلې ده. مغرضانه نظرونه، که د متن په بڼه وي یا د کلیپونو په بڼه، یا د افواهاتو خپرول او درواغ ویل وي، د ټولنې رواني امنیت ګډوډوي. د انقلاب رهبر ټولو ته له مجازي رسنیو څخه د سمې استفادې سپارښتنه کړې ده: "هر هغه څه چې د یوه چا ذهن ته راځي، باید په مجازي فضا کې خپاره نشي؛ وګورئ چې اغېزه یې څه ده؛ وګورئ چې د خلکو، د خلکو پر فکر، د خلکو پر روحیې څه اغېزه کوي ... توجه وکړئ چې دا څنګه ممکنه ده چې په مجازي فضا کې، یو غلط تحلیل، یو غلط خبر، د یوې مسلې په اړه غلط تصور، خلک اندېښمن کړي، له شک او ویرې سره  یې مخ کړي .

د اسلامي انقلاب رهبر د خپلو خبرو په دوام کې، د صهيونیسټي منحوس رژيم د جنايتونو او د نړيوالې ټولنې د چوپتيا په تړاو یې خبرې وکړې. د دوی په اند، د صهیونیسټي منحوس او خبیث رژیم پر وړاندې، په نړۍ کې یوه ستره نېمګړتیا د ترسره کېدو په حال کې ده. هغوی په ​​دې اړه وفرمایل: دولتونه، ملتونه - په تېره بیا دولتونه – نړیوالې ټولنې لکه ملګري ملتونه او د دوی په څېر داسې نور، په حقیقت کې له صهیونیسټي رژیم سره په مقابله کې پاتې راځي.  هغه څه چې رژیم په غزه کې کړي او کوي، په لبنان کې کړي او کوي، یو له خورا وحشیانه جنګي جنایتونو څخه دي.»

هغوی د فلسطین او لبنان د خلکو په وژلو او له منځه وړلو کې د صهیونیسټانو بې رحمانه چلند او بې حده وحشت ته په اشارې سره څرګنده کړه: جنګ هم اصول لري، یو ډول قوانین لري او یو څه حدود لري. داسې نه ده چې کله یو څوک له چا سره جګړه کوي، دا ټول حدونه تر پښو لاندې کړي، لکه څنګه چې په اشغال شوي فلسطین کې دا حاکمه جنایتکاره ډله یې ترسره کوي.

نړۍ باید د دوی پر وړاندې ودرېږي، دولتونه باید ودرېږي، په ځانګړې توګه اسلامي حکومتونه باید ودرېږي. بحث په دې اړه نه دی چې مرسته وکړي که نه؛ دا خو له حرامو شیانو څخه دي؛ له دې رژیم سره یوه وړه مرسته هم تر ټولو غټه ګناه ده؛ په دې کې کوم شک نشته؛ نه، باید د دوی په مقابل کې ودرېږي چې دا جنایتونه ترسره نه کړي.

آیت ا... خامنه يي په دې باور دی چې یو نړیوال ائتلاف باید جوړ شي او دغه ائتلاف د صهیونیسټانو پر وړاندې ودرېږي او دوی له جنایت څخه منعه کړي. د دوی په نظر، دغه ائتلاف باید د صهیونیسټي رژیم په خلاف چې نن سا ترټولو وحشیانه جنګي جنایتونه ترسره کوي، یو سیاسي او اقتصادي او د اړتیا په صورت کې یو پوځي ائتلاف وي.

هغوی په ​​دوام کې د صهیونیسټانو د جنګي جنایتونو په اړه وفرمایل: تر ​​دې لوړ جنګي جنایت ؟ لس زره ماشومان ووژل شي.  لس زره او یا تر دې زیاتې ښځې شهیدانې شي؛ باید د دوی پر وړاندې ودرېدل شي. له نړۍ په تېره بيا له اسلامي نړۍ څخه زموږ غوښتنه، د صهيونيسټي رژيم پر وړاندې يو نړيوال ائتلاف جوړول دي.

یو بل ټکی چې آیت الله خامنه يي د امنیت شهیدانو له کورنیو سره په کتنه کې بیان کړ، هغه شرورانه حرکت پورې اړوند دی چې څو شپې مخکې په اسلامي ایران کې د صهیونیسټانو له خوا ترسره شو. دغه منحوس رژیم په نیمه شپه کې د ایران په ګاونډي هېواد کې د امریکا له پوځي اډې څخه د ایران په لور توغندي وتوغول، چې زیات شمېر یې د وسله والو ځواکونو د هوایي دفاع له خوا شنډ او په هوا کې له منځه یوړل شول. یوازې څو توغندي د ایران دننه ولګېدل، چې لږ زیان یې رامنځته کړ، مګر له امله یې ۵ کسان په شهادت ورسېدل.

د انقلاب رهبر په دې تړاو د صهیونیسټانو حماقت ته اشاره وکړه او وفرمایل: ښه، هغوی یوه خطا وکړه؛ البته، دوی خپله هم مبالغه کوي. د دوی مبالغه کول غلط دي، مګر پام وکړئ چې د دې پېښې کم ښودل هم غلط دي؛ دا چې موږ ووایو نا، څه نه وو، ارزښت یې نه درلود او د دې په څېر، دا هم غلط دي.

باید د صهيونيسټي رژيم محاسباتي تېروتنه ګډوډه شي. دوی د ایران په اړه له محاسباتې تېروتنې سره مخ دي؛ دوی ایران نه پېژني، د ایران ځوانان نه پېژني، د ایران ملت نه پېژني، دوی د ایران د ملت ځواک، وړتیا، نوښت او اراده لا هم په سمه توګه نه ده پېژندلي؛ موږ باید دا په دوی وپوهوو.. [دوی] باید پوه شي چې د ایران ملت څوک دی او ایراني ځوانان څه ډول دي. »

ژباړه: زماني

ټیګونه