په ایراني پوهې سره د شپې لید انځور اخیستونکي ډرون الوتکو تولید
(last modified Fri, 01 Nov 2024 10:47:52 GMT )
Nov 01, 2024 15:17 Asia/Kabul
  • په ایراني پوهې سره د شپې لید انځور اخیستونکي ډرون الوتکو تولید

د ایران د یوه پوه بنسټه کمپنۍ متخصصین په دې بریالي شول چې په شپه کې انځور اخیستونکي بې پیلوټه الوتکې تولید کړي.

د سحاب د شبکې د خبر له مخې، د ایران د پوه بنسټه شرکت مدیر قاضوي وویل: د وارد شویو بې پیلوټه الوتکو د کم امنیت له امله، د ایران د پوه بنسټه شرکتونو د څېړونکو یوه ډله وتوانېدله چې د څارنې په موخه انځور اخیستونکې ډرون الوتکه تولید کړي چې کولای شي مختلفې کمرې لکه د شپې لید کمرې د نصب امکان لري.

د دې ټکنالوژي شرکت اجرایوي مشر قاضوي یادونه وکړه: په دې ډرون الوتکو کې د مختلفو کمرو د نصب امکان شته، له هغې ډلې د شپې د انځور اخیستلو لپاره د دننه سرو او تودوخې لرونکې کمرو لګول او تر 180 ځله لویولو پورې د کمرول نصبولو پورې.

د دې ټکنالوژیکي شرکت مدیر د دې محصول نورو ځانګړتیاوو ته په اشارې سره، زیاته کړه: د دې ډرون الوتکو د حرکت تمرین د الوتنې له 40 دقیقو څخه پورته، توپیر لري. د دې محصول د څېړنې او پراختیا مرحله پای ته رسېدلې او دا د سوداګرۍ کولو په مرحله کې ده

ټیګونه