افغانستان ته ایران غیر تیلی صادرات ۳۱فیصده نور هم زیات شوي
سحاب – په افغانستان کې د ایران تجارتي سلایار افغانستان ته د ایران د غیر تیلی صادراتو د اوڅاره ډيریدا خبر ورکړی او وئیلي ئې دي چې په همداوروستیو کې دغه صادرات تر ۳۱فیصدو پورې زیات شوي دي.
سحاب چینل زمونږ دخبریال له قوله راپور ورکړی،په افغانستان کې د ایران د سفارت تجارتی سلایار حسین روستائي له تیر کال سره په ورته مودې کې په پرتلې کې دروان کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د ایران دغیر تیلی صادراتو د اندازې تر ۲۵۴میلیون ډالرو پورې په زیاتیدا سره دغه اندازه څه دپاسه یومیلیارډ اویا میلیون ډالرو ته رسیدلې ده چې دغه اندازه له تیر کال سره په پرتله کې د ۳۱ فیصدي زیاتوالی ښودنه کوي.
په افغانستان کې د ایران تجارتي سلایار همداراز ووئیل، له افغانستانه د ایران د وارداتو اندازه هم له تیر کال سره په ورته مودې کې سږکال په لومړنیو شپږو میاشتو کې څه دپاسه ۳۳ میلیون ډالرو ته رسیدلې ده چې یو سل دوه نوي فیصدي وده ئې کړې ده.
د ایران د اسلامی جمهوریت د ګمرکاتو درسمي احصایو په اساس، دمګړئ افغانستان د ا یران دصادراتي شیانو پنځم مقصد هیواد دی . سږکال په لومړنیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د صادراتي هرټن شیانو ګمرکي ارزښت په متوسط ډول څه دپاسه ۴۲۴ ډالره دی چې په تیر کال کې له ورته مودې سره په پرتله کې په هر ټن کې څه دپاسه نهه ډالره زیاتوالی ښئ.