د ایران او روسیې ترمینځ ددفاعي ملګرتیاؤ موافقه به ډيره زر لاسلیک شی
سحاب – د روسیې خارجه وزیر د ماسکو او تهران ترمینځ د ګډو دفاعي ملګرتیاؤ د موافقې په نزدې وختونو کې د لاسلیک کیدا خبر ورکړ.
سحاب چینل د مهر خبری اژانس له قوله راپور ورکړی، در وسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف په یولړ څرګندونو کې ټينګار کړی ، هغه موافقه چې ټاکل شوې ده ، زر د روسیې او ایران ترمینځ لاسلیک شي، لازیاتې دفاعي ملګرتیاوې لري. لاؤروف همداراز اټکل وکړ د کال تر وروستیو پورې به د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان در وسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ددغې دفاعي موافقې د لاسلیک کولو لپاره ماسکو ته سفر وکړي.
لاؤروف همداراز اټکل وکړ، په دغه کیدونکی سفر کې به د ایران او روسیې ترمینځ ځیني نوره دوه اړخیزې موافقې هم لاسلیک شي او د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو او معادلاتو په باب به ځیني مهمې فیصلې وشي.
د وئيلو ده د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر تیره اونۍ د بریکس ډلې دغړو هیوادونو په سرمشریزې کې د ګډون لپاره د روسیې کازان ته تللی او ددغې غونډې ترڅنګ ئې د روسیې له ولسمشر سره لیده کاته هم کړي وو.