په غزې کې د نسل وژنې په ضد دې نړیوال دریځ غوره شي
(last modified Fri, 01 Nov 2024 01:39:26 GMT )
Nov 01, 2024 06:09 Asia/Kabul
  • په غزې کې د نسل وژنې په ضد دې نړیوال دریځ غوره شي

سحاب -  د ملګروملتو سرمنشي  په غزې تړانګې کې د فلسطینیو د نسل وژنې په وړاندې  دنړیوال قدرتمند دریځ غوښته وکړه.

سحاب چینل د ایرنا له قوله راپور ورکړی،  د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش  په کولمبیا کې د حیاتي ډولوالي  COP16 سمینار په څنډه کې خبرداری ورکړ.که نړیواله ټولنه  په غزې تړانګې کې د بحراني وضعیّت د دریدا لپاره  پریکنده دریځ غوره نه کړي، نو په غزې کې به نسل وژنې دوام ومومي.

د انتونیو ګوتریش څرګندونې دغزې په شمال بیت لاهیا باندې د صهیونیسټي رژیم د سه شنبې ورخې  له وحشي ډوله  حملو وروسته  شوي چې په دغه جنایت کې هم لږترلږه ۹۳ کسان شهیدان شول.

 له دې سره په یووخت  غزې تړانګې ته  دمرستو دلیږد ترډيره  د کمیدا راپورونه ښئ ، هغه موضوع چې  له غزې تړانګې څخه د باقي پاتې فلسطینیانو د ویستلو لپاره د اسرائیلو  دنیّت په باب ګمانونه  زیات شوي دي.

د ملګروملتو د سرمنشي  په وینا، ممکنه ده ، هدف  د فلسطینیانو  له خوا دغزې د پریښودل وي،څو نور دغه سیمه هم ترپښو لاندې کړي.

د وئیلو ده د صهیونسټ وحشي رژيم د تیر کال د اکتوبر له اومې نیټې څخه  دغزې تړانګې  د اوسیدونکو په ضد ویجاړونکی  جنګ پيل کړی چې  له امله ئې تر دې دمه  څه دپاسه ۴۳ زره فلسطینیان شهیدا ن او کابو یولک لس زره نور ټپیان شوي دي چې زیاتره قربانیان ئې ښځې او ماشومان دي. 

 

ټیګونه