د کرمان د ترهګرو چاودنو یو بل ژوبل افغان شهید شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i144466-د_کرمان_د_ترهګرو_چاودنو_یو_بل_ژوبل_افغان_شهید_شو
صدای افغان خبري اژانس راپور راکړی د ایران د کرمان ولایت د «ګلزار شهدا» د ترهګرو بم چاودنو د یوه بل ژوبل زده کونکي په شهادت سره چې د افغانستان ښاریز و په دغه ترهګرو بم چاودونو کښې د افغانستان د شهید شویو کسانو شمیر پینځلسو ته ورسید.
(last modified 2024-01-08T22:03:10+00:00 )
Jan 09, 2024 01:22 Asia/Kabul
  • د کرمان د ترهګرو چاودنو یو بل ژوبل افغان شهید شو

صدای افغان خبري اژانس راپور راکړی د ایران د کرمان ولایت د «ګلزار شهدا» د ترهګرو بم چاودنو د یوه بل ژوبل زده کونکي په شهادت سره چې د افغانستان ښاریز و په دغه ترهګرو بم چاودونو کښې د افغانستان د شهید شویو کسانو شمیر پینځلسو ته ورسید.

د جنورۍ د میاشتې په دریمه نیټه د ایران په کرمان ولایت کښې په دوو ترهګرو بم چاودنو کښې د دوه ویشتو زده کونکو په شمول یونوي کسان شهیدان شوي وو.

د ایران د کرمان ولایت د ښوونې او د روزنې وزارت وویل په تیرې یکشنبې شپې د  ګلزار شهدا د ترهګرو بم چاودنو یو بل زده کونکی د سخت ژوبلیدا په وجه شهید شو او په دغو بم چاودنو کښې د افغانستان د شهید شویو کسانو شمیر پینځلسو او د ژوبلو کسانو شمیر هم نولسو ته ورزیات شوی دی.

په افغانستان کښې څه د پاسه څلویښت کاله جنګونه او نیواکګرۍ د میلیونونو افغان ښاریزو د مهاجرت سبب شوي ده او د ګاونډیتوب او د کلتوري ګډولو په خاطر د افغانستان له اتو میلیونو کډوالو څخه کابو څلور میلیونه افغانان په ایران کښې ژوند کوي.