افغانستان کښې یوسل لس پراختیایې پروژې کار پیلوي راپور واورئ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i144688-افغانستان_کښې_یوسل_لس_پراختیایې_پروژې_کار_پیلوي_راپور_واورئ
زمونږخبریال راپور راکړی په افغانستان کې (١١٠) پراختیایي پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي
(last modified 2024-01-13T07:00:26+00:00 )
Jan 13, 2024 11:24 Asia/Kabul

زمونږخبریال راپور راکړی په افغانستان کې (١١٠) پراختیایي پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي

د افغانستان ټولګټو چارو وزارت مسوولین وایې چي د دوه(۲) میلیارده افغانیو په ارزښت (١١٠) پراختیایي پروژي ګټي اخیستنی ته سپاري.

د ټولګټوچارو وزارت ویلي دي چې دا (١١٠) پراختیایي پروژې به په روان کال کې کټي اخستني ته به وسپارلی شي چې د کابل – کندهار لویه لار، د افغانستان حلقوي سړک او د سالنګ لویې لارې بیارغونه او ځني نوري غټي او وړي پروژي په کې شاملې دي.

د یاد وزارت ویاند زیاته کړې چې د دې پروژو لګښت له کورنيو عوایدو تر لاسه شوی دی چې د څارنې او ساتنې ( ۹۵) پروژې چارې تکیمل شوي دي چې لګښت یې (۲) دوه میلیارده افغانیو ته رسیږي .

د دې ترڅنګ بیا د اقتصاد وزارت ویلي  دوی په دې هڅه کې دي چې افغانستان ته پانګوال راجلب کړي ترڅو په افغانستان کې پانګونه  وکړي.

د ټولګټوچارو وزارت وزارت دا خبره په داسې حال کې کوي چې تیره اونۍ دافغانستان د رئیس د الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر آخوند رسنیو ته ویلی وو چې د ملي تدارکاتو کمېسیون لخوا یې ( ۲۴) بېلابېلې پروژې منظورې کړي چې( ۱۰) میلیارده افغانی ارزښت لري.