Jan 27, 2024 06:42 Asia/Kabul
  • جاپان وایي، روان کال له افغانستان سره ۳۶ میلیونه ډالره مرسته کوو

د افغانستان د سرپرست حکومت، طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت سرپرست وزیر د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ د دویمې څانګې له مشر سره لیدلي او افغانستان کې یې د جاپان پر پروژو خبرې کړي دي.

سپوږۍ راډیو ویب پانې د یاد وزارت د خبر پاڼې له قوله لیکلي: د محمد عباس اخند او رویچي فوناټسو ترمنځ په دغه لیدنه کې طبیعي پېښو ته د رسېدو سرپرست وزیر هیله ښودلې چې د کابل او توکیو ترمنځ دې دوه اړخیزې اړېکې د تېر په څېر مثبتې پاتې شي.

خبرپاڼې د فوناټسو له خولې لیکلي، جاپان له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او چمتو دی چې له افغانستان سره د ظرفیت لوړونې، بنسټیزو او پراختیایي پروژو برخو کې همکارۍ زیاتې کړي.

دغه جاپاني چارواکي ویلي چې روان زیږدیز کال کې له افغانستان سره د ۳۶ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت بېلابېلې مرستې کوي.

 

ټیګونه