د افغانستان کډوالو ته په هیواد کښې ځمکې ورکول کیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی راتلونکی پسرلی به راستنو شویو کډوالو ته د سرپنا او کرنیزو فعالیتونو ترسره کولو په موخه د زمکو ویش پېل شي.
د طالبانو سرپرست حکومت د کډوالو او بېرته راستندیو چارو وزیر مولوي خلیل الرحمن حقاني او د قومونو او قبایلو چارو وزیر مولوي نورالله نوري چې د ډیورنډ پولې ته څیرمه د بیرته راستنو شویو کډوالو لنډمهالي میشت غالي ته یې سفر کړی و وایي په راتلونکي پسرلي کې به بیرته راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د سرپناه په موخه او همدارنګه د دوې د غوښتنې له مخې د کرنیزو فعالیتونو لپاره د زمکو ویش پېل شي.
د کډوالو او بیرته راستیندو چارو وزیر ویلي چې په دې برخه کې ډیرې چارې له وړاندې ترسره شوي او یوازې د زمکو عملي ویش پاتې دی چې هغه به هم پېل شي.
نوموړي یو ځل بیا د اسلامي امارت او ټولو ګاونډیو هیوادونو تر منځ د ښه او دوستانه اړیکو پر لرلو ټینګار کړی دی.