طالبان له ګاونډیوهیوادونو سره د اړیکوپیاوړتیا او دګډو پولوثبات غواړي.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i145520-طالبان_له_ګاونډیوهیوادونو_سره_د_اړیکوپیاوړتیا_او_دګډو_پولوثبات_غواړي.
محمد یعقوب مجاهد د ایران د اسلامی جمهوریت ، چین او پاکستان له استازو سره په جلاجلا کتنو کې ټينګار کړی دی چې طالبان له ګاونډیو هیوادونو سره د هرډول دوه او څو اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او د متقابل احترام په اساس راشه دیرشه ته تیار دي او له نورو هیوادونو سره هم د پراختیا او ترقۍ په زمینې کې ملګرتیا او د امنیت تامینولو ته کلک هوډلري.
(last modified 2024-01-31T07:19:04+00:00 )
Jan 31, 2024 06:31 Asia/Kabul
  • طالبان له ګاونډیوهیوادونو سره د اړیکوپیاوړتیا او دګډو پولوثبات غواړي.

محمد یعقوب مجاهد د ایران د اسلامی جمهوریت ، چین او پاکستان له استازو سره په جلاجلا کتنو کې ټينګار کړی دی چې طالبان له ګاونډیو هیوادونو سره د هرډول دوه او څو اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او د متقابل احترام په اساس راشه دیرشه ته تیار دي او له نورو هیوادونو سره هم د پراختیا او ترقۍ په زمینې کې ملګرتیا او د امنیت تامینولو ته کلک هوډلري.

د افغانستان د طالبانو د حکومت دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب  مجاهد په کابل کې د  ایران ،  چین او پاکستان  له استازو سره په کتنې ک دوي ته د پولو د امنیت په تامینولو او د ثبات په ټينګولو ، د متقابل احترام په اساس  د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا او د  اقتصادی ملګرتیاؤ په زمینې کې ډاډ ورکړ.

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د افغانستان د ملی دفاع وزارت  په اعلامیې کې وئيل شوي دي ،محمد یعقوب مجاهد د ایران د اسلامی جمهوریت ، چین او پاکستان  له استازو سره په جلاجلا کتنو کې ټينګار کړی دی چې  طالبان  له ګاونډیو هیوادونو سره  د هرډول  دوه   او څو اړخیزو اړیکو  په پیاوړتیا او د متقابل احترام په اساس راشه دیرشه ته  تیار دي او  له نورو هیوادونو سره هم  د پراختیا او ترقۍ په زمینې کې ملګرتیا او د  امنیت تامینولو ته  کلک هوډلري.

په دغې  اعلامیې کې وئیل شوي دي،له دې مخکې د هندوستان، ایران ،پاکستان ،ترکیې ، قزاقستان ، ازبکستان،انډونیشیا ،ترکمنستان  او قزقیزستان  استازو  د افغانستان ددفاع وزیر په میلمستیه کې  شتون ګډون کړی ؤ.

 د افغانستان د سیمه ایزو ملګرتیاؤ د نوښت نومې غونډه د تیرې د وشنبې په ورځې  د یولسو هیوادونو داستازو په شتون سره د  افغانستان د خارجه وزارت په کوربتوب  سره په کابل کې ترسره شوه .