پاکستان د افغانستان د صادراتو په وړاندې مشکلات جوړوي تفصیل دلته لرو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i145586-پاکستان_د_افغانستان_د_صادراتو_په_وړاندې_مشکلات_جوړوي_تفصیل_دلته_لرو
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د ننګرهار ګمرک چارواکي وایي پاکستان خپل هیواد ته د افغانستان د صادراتو پر وړاندې ستونزې جوړوي.
(last modified 2024-02-01T01:56:04+00:00 )
Feb 01, 2024 06:22 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د ننګرهار ګمرک چارواکي وایي پاکستان خپل هیواد ته د افغانستان د صادراتو پر وړاندې ستونزې جوړوي.

د چارواکو پر وینا چې اوس له پاکستان سره د سوداګرۍ پر ځای بدیلي لارې موندل شوي او پر دغه هیواد تکیه کمه شویده.

د ننګرهار ګمرک ریس مولوي منظور احمد عمر وایي د ګمرکاتو یوه اساسي دنده سوداګرو ته  د اسانتیاو رامنځته کول دي خو پر وینا یې ګاونډي هیواد پاکستان چې افغانستان د نورو ګاونډيو هیوادونو په پرتله له دې هیواد سره ډیرې سوداګریزې راکړې ورکړې او ټرانزیټ درلود خو پاکستان تل هڅه کړې چې دغه هیواد ته د افغانستان د صادراتو پر وړاندې ستونزې راولاړې کړي.

د ننګرهار ګمرک  ریس مولوي منظور احمد عمر وایي د همدې ستونزو له امله له پاکستان سره په صادراتو کې پنځوس سلنه کموالی راغلی دی.

 د ننګرهار ګمرک ریس وایي وروسته له هغې چې پاکستان د افغان سوداګرو پر وړاندې د خنډونو په راولاړولو پېل وکړ  دوې د سوداګرو لپاره د بدیلو لارو په لټه کې شول چې پر وینا یې اوس  ډیرې افغان سوداګر د پاکستان د کراچۍ بندر پر ځای د بل ګاونډي هیواد د ایران اسلامي جمهوریت «بندر عباس» بندر کاروي او خپل سوداګریز مالونه له هغه لارې هیواد ته واردوي.

 نوموړي وویل پر پاکستان د پخوا په پرتله تکیه راکمه شویده که څه هم چې د ننګرهار ګمرک چارواکي وايي د صادراتو په پرتله یې په وارداتو کې د عوایدو کچه لوړه ده خو د اسلامي امارت د مشرتابه د شفاهي سپارښتنې له امله دوې د عوایدو کچه له رسنیو سره نه شریکوي.

 ننګرهار ګمرک چې  د تورخم په څیر د سترې سوداګریزې لارې  شتون له امله په هیواد کې د عایداتي سرچینو په سر کې ځای درلود  خو اوسمهال یې دپخوا په پرتله په عوایدو کې کموالی راغلی دی .