افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بریښنا پیسې ورکړي دي تفصیل دلته لرو
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې د ګاونډيو هېوادنو د برېښنا ټول پورونه يې ادا کړي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت ویاند حکمتالله میوندي وايي، چې تېره اداره کې په دې شرکت د ګاونډیو هېوادونو پاتې ۶۲۷ میلیونه ډالره پورونه یې پرېکړي دي.
حکمت الله ميوندي زياتوي چي، سرپرست حکومت د تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ايران د برېښنا ټول پورونه ورکړي دي.
برېښنا شرکت وياند همداراز وايي چې افغانستان د وارداتي برېښنا له درکه د هیڅ هېواد پوروړی نه دی او د پيش پرداخت يا د مخکې اداينې پيسې هم يادو هېوادنو ته ورکړې دي.
ښاغلی ميوندي زياتوي چې د جمهوریت له وخت څخه په برېښنا شرکت د ګاونډیو هېوادونو ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران د برېښنا قرضداري د برېښنا په برخه کې لویه ستونزه پاتې وه.
د يادونې وړ ده چې افغانستان خپله د اړتيا وړ برېښنا له ګاونډيو هېوادنو ايران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه واردوي.