طالبان د دوحې په غونډه کې مناسب ګډون غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i145924-طالبان_د_دوحې_په_غونډه_کې_مناسب_ګډون_غواړي
مولوي امیرخان متقي هیله څرګنده کړه چې په دوحه کې به راتلونکې غونډه د افغانستان او نړۍ ترمنځ د مثبت پړاو پیلامه وي.
(last modified 2024-02-08T07:50:38+00:00 )
Feb 08, 2024 09:45 Asia/Kabul
  •  طالبان د دوحې په غونډه کې مناسب ګډون غواړي

مولوي امیرخان متقي هیله څرګنده کړه چې په دوحه کې به راتلونکې غونډه د افغانستان او نړۍ ترمنځ د مثبت پړاو پیلامه وي.

 

د  افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د اروپايي اتحادیې له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، چې طالبان  د دوحې په ناسته کې معقول ګډون غواړي.

افغان غږ خبری آژانس له کابله راپور ورکوی ضیا احمد د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې لیکلي چې د افغانستان سیمه ییزه همکاري، په دوحه کې د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو د استازو راتلونکې غونډه، د اروپايي ټولنې نیمه پراختیايي مرستې، د افغانانو لپاره د قونسلګرۍ د خدمتونو برابرول په اروپا کې د اوسېدونکو لپاره په دې غونډه کې د بحث وړ موضوعات وو.

نوموړي لیکلي، چې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې طالبانو  د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو سیاست تعقیبوي.

مولوي امیرخان متقي هیله څرګنده کړه چې په دوحه کې  به راتلونکې غونډه د افغانستان او نړۍ ترمنځ د مثبت پړاو پیلامه وي.

د نیکولسن د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا افغان حکومت به د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي او که نه، نوموړي وویل چې طالبان  د غونډې په اړه په عمومي ډول مثبت نظر لري او په هغه کې معقول ګډون لري.