Feb 09, 2024 12:24 Asia/Kabul
  • په هرات کې زلزله ځپلو ته ۶۹ نور کورونه وسپارل شول

د افغانستان د هرات سیمه ایز چارواکي په دې ولایت کې د وروستۍ زلزلې زیانمن شویو ته د لسګونو نورو کورونو د ورکولو خبر ورکوي.

د هرات د والي ویاند نثاراحمد الیاس په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې ۶۹ نور کورونه د یو شمېر لوړپوړو چارواکو په حضور کې زیانمن شویو کورنیو وسپارل شول.

باختر خبري آژانس د هرات د اطلاعاتو او کلتور د مشر احمدالله متقي له قوله ویلي چې دغه کورونه د زنده جان ولسوالۍ په سربلند او نایب رفیع کې وېشل شوي دي.

له دې مخکې الیاس ویلي وو چې په زنده جان ولسوالۍ کې د کورونو د وېش لړۍ پیل شوې او ۳۸۷ نوي کورونه د دې ولسوالۍ په ۱۳ کلیو کې هغو کسانو ته ورکړل شول، چې کورونه یې د ۵ میاشتې مخکې خونړۍ زلزلې له امله ویجاړ شوي وو.

د تېر میلادي کال د اکټوبر په اوومه یوې زوروې زلزلې د هرات ولایت زنده جان او نورې سیمې ولړزولې.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په دې زلزله کې له دوه زره زیات کسان مړه شول، له ۱۰ زرو زیات کورونه په بشپړ ډول ونړېدل او ۴۸ زره نور کورونه لږ او ډېر زیانمن شول.

ټیګونه