په باميان کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i145972-په_باميان_کې_یوه_ځوان_ځان_وژنه_کړې
ځايي سرچينې په دغه ولايت کې د يوه ځوان هلک د ځان‌وژنې خبر ورکوي.
(last modified 2024-02-09T13:17:52+00:00 )
Feb 09, 2024 17:45 Asia/Kabul
  • په باميان کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې

ځايي سرچينې په دغه ولايت کې د يوه ځوان هلک د ځان‌وژنې خبر ورکوي.

دغه ځوان شاوخوا ۲۰ کاله عمر لرلو او د سلواغې پر ۱۹مه یې د بامیان ولایت د مرکز اړوند حیدرآباد سیمه کې ځان‌وژنه کړې ده.

د دغه ځوان هلک نوم سردار وو او د ځان‌وژنې انګیزه یې لا نه ده روښانه.

طالبانو  هم د دغې پېښې پخلی کړی.

د يادونې وړ ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د افغانستان په بېلابېلو سيمو په ځانګړې توګه په باميانو کې، د ځان‌وژنې پېښو شمېر په بې ساري ډول زيات شوى دى.

د راپورونو له مخې، یوازې په تېره یوه میاشت کې درېیو ځوانانو په دغه ولایت کې ځان‌وژنې کړې دي.