تروروستیو پورې کابو۷۰۰ افغان شخصیتونه خپل هېواد ته ستانه شوي
د یادولو وړ ده چې کابو دوه کاله وړاندې طالب مسئولانو له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون جوړ کړ چې موخه یې هیواد ته د پخوانیو نطام شخصیتونو، چاروالو او متخصصینو ستنول دي.
زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د افغانستان د رئیس الوزرا سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر په لغمان ولايت کې په يوې عامې غونډې کې وويل چې تردې دمه څه دپاسه اووه سوه افغان شخصيتونه چې د دښمن د پروپيګنډو له امله له هيواده تللي وو، بيرته راستانه شوي دي.
په راپور کې وئيل شوي دي ، مولوي عبدالکبیر په لغمان ولایت کې د خلکو په دغې غونډې کې یو ځل بیا په هغو افغانانو غږ وکړ چې د جګړو له امله له هیواده وتلي دي،هیواد ته دې بیرته راوګرځي او د افغانستان په جوړونې او آبادونې کې دې د ګډون لپاره خپلې وړتیاوې وکاروي.هغه ووئيل،د افغان حکومت مشران د ملت خدمتګاران دي او د چارواکو دروازې د هرچا پر مخ خلاصې دي.
د یادولو وړ ده چې کابو دوه کاله وړاندې طالب مسئولانو له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون جوړ کړ چې موخه یې هیواد ته د پخوانیو نطام شخصیتونو، چاروالو او متخصصینو ستنول دي.