Feb 20, 2024 08:07 Asia/Kabul
  • طالبان باید د نجونو د زده‌کړو او ټولشمولیت په اړه رښتینی فکر وکړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی استازی تادامیچي یماماتو وايي، په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د غونډې په لړ کې د افغان نجونو زده کړه او د ټولشمولیت په ګډون مسایل ډېر مهم دي او طالبان هم باید په اړه یې په ریښتینې توګه فکر وکړي.

یماماتو ویلي چې د افغانستان اوسني سیاسي وضعیت ته په کتو، د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل ډېر اړین دي، ترڅو وکولای شي د افغانانو او نړیوالو ترمنځ همغږي رامنځته کړي.

نوموړي زیاته کړه چې بهرنیان نشي کولای څوک قانع کړي، بلکې طالبان باید پخپله پوه شي چې د نجونو زده کړې څومره مهمه مسئله ده.

هغه وايي، چې طالبان باید "د جاپان، اسلامي هېوادونو مالیزیا، سنګاپور، مصر، سعودي عربستان، ایران، ترکیې او ځینو نورو پرمختللو هېوادونو لکه چین، هند او داسې نورو سره مذاکرات وکړي" تر څو خپل ځان قانع کړي چې په حقیقت کې دا هېوادونه څه کوي. په وینا یې، دا د پرمختګ یواځنۍ لاره ده.

ټیګونه