د حزب ا...توغندیو دصهیونیسټانو خوبونه حرام کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i146618-د_حزب_ا...توغندیو_دصهیونیسټانو_خوبونه_حرام_کړي_دي
له پرون راهسې د وحشي او جنایتکار رژيم پر مورچلو او پوځي مرکزونو تراوسه پورې د حزب ا....د مبارزانو  دولسمه توغندوي حمله ده.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 23, 2024 10:41 Asia/Kabul
  • د حزب ا...توغندیو دصهیونیسټانو خوبونه حرام کړي دي

له پرون راهسې د وحشي او جنایتکار رژيم پر مورچلو او پوځي مرکزونو تراوسه پورې د حزب ا....د مبارزانو  دولسمه توغندوي حمله ده.

د لبنان د حزب ا...ولسی غورځنګ دمبارزانو په نن سهارنۍ اعلامیې کې راغلي دي، په تیر شواروز کې ئې د صهیونیسټي وحشي رژيم پر مورچلو او پوځي مرکزونو باندې دولس ځله د توغندیو باران کړی او ددوي خوبونه ئې ورک کړي دي.

ایرنا خبری  آژانس راپور ورکړی،د لبنان د حزب ا... ولسي غورځنګ  مبارزانو نن سهار وختي هم په نیواکي   جولان لوړو کې د جنایتکار  رژیم  معالیه ګولان پوځي مرکز د توغندیو په شیشت کې راوست  او لوخَړې ئې ترې پورته کړې  چې په دغو سختو ګوزارونو پسې  دنیواکي جولان  دلوړو په ځينو سیمو کې د خطرې ټلۍ هم وکړنګیدې.

دا له پرون راهسې د وحشي او جنایتکار رژيم  پر مورچلو  او پوځي مرکزونو تراوسه پورې د حزب ا.... د مبارزانو  دولسمه توغندوي  حمله ده.

د لبنا ن حزب ا... په تیرو څو میاشتو کې  په غزې تړانګې د  صهیونیسټي رژيم په بوږنونکو  جنایتونو او په دغې سیمې کې د فلسلطینیانو په  نسل وژنې پسې  او  دغه راز په لبنان د اسرائيلو له حملو وروسته ، دنیواکي ټاټوبو په شمال کې د صهیونیسټي رژيم پر پوځي مرکزونو دتوغندیو غورا جوړه کړې ده.

 داپه داسې حال کې دي چې  د لبنا امل ملیشیه  هم  د لبنان د جنوب دمقاومت او کلکې دریدا په  انډول کې  دلبنان د حزب ا... او ولس  مرستې ته دنګلي دي دي او د لبنان د جنوب خلک  تل د خپلو شهیدانو د جنازو په دستورو کې  له مقاومت سره خپله ژمنه نوي کوي.