افغانستان ته د بهرني سیلانیانو د ورتګ دوام
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i146754-افغانستان_ته_د_بهرني_سیلانیانو_د_ورتګ_دوام
د هندوستان څخه یو سیلاني په بایسکل افغانستان ته تللی.
(last modified 2024-02-26T06:43:00+00:00 )
Feb 26, 2024 11:11 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د بهرني سیلانیانو د ورتګ دوام

د هندوستان څخه یو سیلاني په بایسکل افغانستان ته تللی.

د راپورونو له مخې؛ دغه سیلاني د بایسکل په واسطه افغانستان ته د تګ په ترڅ کې هرات ولایت ته سفر کړی  او د دغه ولایت له بېلا بېلو تاریخي سیمو څخه یې لیدنې کړي.

هغه ویلي؛ د دغه سفر څخه یې موخه په افغانستان کې له تاریخي او طبعي سیمو څخه لیدنه ده.

په ورته وخت کې د امريکا، استراليا، جاپان، پولنډ، السلوادور، بريتانيا، ويتنام او جرمني څخه د يو شمېر بهرنيو سيلانيانو يوه ډله په لس ورځني سفر افغانستان ته رسیدلې وه.

دغه سيلانيان کابل، هرات، باميان او سمنګانو ولايتونو ته له سفر وروسته بلخ ولايت تللي وو او د دغه ولايت له تاريخي ابداتو او لرغونو ځايونو څخه يې ليدنه کړې.