Feb 28, 2024 12:37 Asia/Kabul
  • د افغان ښځو او نجونو د تعلیم، کار او نورو مهارتونو لپاره یو لړ پرواګرامونه پیلوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «انتوني بلېنکن» د افغان ښځو او نجونو د تعلیم، مهارت، وړتیا، کاروبار او دا ډول نورو برخو لپاره د درېیو نویو پروګرامونو د پيل کولو خبر ورکړ.

نوموړي د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت ائتلاف په غونډې کې ویلي چې افغان ښځې او نجونې هوډمنې دي چې زده کړې وکړي، کار وکړي او د خپلې راتلونکې لپاره هلې ځلې وکړې.

بلېنکن ویلي چې د افغان ښځو د اقتصادي مقاومتي ائتلاف به له افغان ښځو سره مرسته کوي، چې خپل کاروبار او تجارت وکړي او زیاتوي چې د امریکا د اریزونا د تجارت پوهنتون به په وړیا ډول افغان ښځو ته د مالي او ډیجیټلي مارکیټ په برخو کې وړیا کورسونه برابروي.

بلېنکن زیاته کړې چې په نړۍ کې ۷۰ هېوادونه دي چې د افغان ښځو د تعلیم او حقونو په برخه کې ګډ کار کوي او له دغه نوي پروګرام څخه به د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې افغانې ښځې او نجونې استفاده کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي وو چې سوداګرو مېرمنو ته یې زرګونه جوازونه وېشلې دي.

ټیګونه