Mar 03, 2024 04:51 Asia/Kabul
  • «نسیم» راډیو له شپږ میاشتني ځنډ وروسته بېرته خپرونې پیل کړې

په دایکندي کې د «نسیم» په نوم یوې سیمه ایزې راډیو چې شپږ میاشتې وړاندې د سرپرست حکومت د ځايي چارواکو له‌خوا تړل شوې وه، «شنبه، د کب په ۱۲مه» یې خپلې خپرونې بېرته پیل کړې.

د دایکندي د اطلاعاتو او کلتور مشر سیدمصطفی صالح  ویلي چې، دغه راډیو د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د یاد ولایت د سیمه ایزو چارواکو له لوري تړل شوې وه او تر ژمنې اخیستلو وروسته یې، بېرته د فعالیت اجازه ورکړه.

د نوموړي په وینا، نسیم راډیو د طالبانو له قوانینو څو ځله سرغړونه کړې او ترڅنګ یې د ناقانونه نشراتو له امله، د روان کال د تلې پر پنځمه نېټه وتړل شوه.

د دایکندي د اطلاعاتو او کلتور مشر ټينګار وکړ چې د یادې راډیو مدیر مسئول چې د نظام پر ضد د تبلیغاتو او بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ په جرم په یوه کال زندان محکوم شوی وو، اوس هم په زندان کې شپې او ورځې سبا کوي.

د نسیم راډیو سرپرست سیف‌الله رضايي هم تایید کړې چې یاده راډیو د مسئولانو له‌خوا بېرته پرانېستل شوې او خپرونې یې پیل کړې دي. د هغه په وینا، نسیم راډیو د حکومت له شته قوانینو سره سم، خپلو خپرونو ته دوام ورکوي.

ټیګونه