Mar 07, 2024 12:05 Asia/Kabul
  • افغانستان د بې‌ثباتۍ سرچینه او د نړۍ لپاره لویه ننګونه ده

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا ویلي چې دا هېواد د بې‌ثباتۍ، اورپکۍ او نړۍ ته یې د صادرېدو سرچینه ده.

اوتنبایوا چهارشنبه د کب پر ۱۶مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته ویلي چې طالبان دې د ښځو، قومي او مذهبي لږکیو بشپړو حقونو ته درناوی وکړي.

د یوناما مشرې زیاته کړې: «افغانستان د بې‌ثباتۍ، اورپکۍ او نړۍ ته یې د صادرېدو سرچینه، د لږ تر لږه ۸۵ سلنې تریاکو سرچینه او د میلیونونو کډوالو خاوره ده.»

هغې زیاته کړې چې طالبان دې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.

روزا اوتنبایوا یادونه کړې چې افغانستان نړۍ ته یوه لویه ننګونه ده.

ورته مهال، د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې د امریکا استازې ویلي چې طالبان د زده‌کړو او کار په برخه کې پر افغان ښځو او نجونو لګول شویو بندیزونو ته دوام ورکړی دی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، پر نجونو او ښځو پراخ بندیزونه لګېدلي دي.

که څه هم په دې موده کې د بشري حقونو بنسټونو او نړیوالې ټولنې په وار وار د دغو بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړې؛ خو طالبانو بابېزه ګڼلې ده.

ټیګونه