په کابل کې د افغانستان او ایران ګډ سوداګریز نندارتون پرانیستل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i147326-په_کابل_کې_د_افغانستان_او_ایران_ګډ_سوداګریز_نندارتون_پرانیستل_شو
د افغانستان په پلازمېنې کابل کې د انټرکانټیننټال په ملي او نړیوال نندارتون کې د افغانستان او ایران محصولات او تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي.
(last modified 2024-03-08T05:41:55+00:00 )
Mar 08, 2024 10:08 Asia/Kabul
  • په کابل کې د افغانستان او ایران ګډ سوداګریز نندارتون پرانیستل شو

د افغانستان په پلازمېنې کابل کې د انټرکانټیننټال په ملي او نړیوال نندارتون کې د افغانستان او ایران محصولات او تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي.

په دې نندارتون کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسئولینو ویلي، چې ایران ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وروستي سفر پر مهال، د شویو هوکړو پر اساس به د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزه برخه کې توازن او اسانتیاوي رامنځته شي.

د یادولو ده، چې د انټرکانټنینټال ملي او نړیوال ګډ نندارتو تېره ورځ پیل شو، چې په ۶۴ غرفو کې د افغانستان او ایران محصولات او تولیدات نندارې ته اېښودل شوي، چې درې ورځې به نور هم دوام وکړي.