امریکا دې له افغانستان او افغان ولس سره له دښمنۍ لاس واخلی
د افغانستان د طالبانو دحکومت ویندوي له کابل سره د تعامل لپاره د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیشن د مشر د مخالفت په غبرګون کې ټينګار وکړ،له سپيرې او بې شرمې ماتې وروسته د افغانستان له ولس سره دامریکادښمني د مشکلاتو کومه حل لاره نه ده.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح ا...مجاهد له افغانستان سره د تعامل په باب د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیشن دمشر مایکل مک کال او د افغانستان لپاره ددغه هیواد دسفارت سلایار کرن ډکر دڅرګندونو په غبرګون کې ووئیل،دغه څرګندونې د افغانستان په باب په امریکائي چارواکو کې د لیدتوګې له اختلافه راپورته شوي دي.
هغه په دې باب طلوع نیوز ته په خبرو کې ووئيل،په امریکا کې هم د افغانستان په باب لیدتوګې مختلفې یا د لیدتوګو اختلاف موجود دی،مک کال شاید یوهغه کس وي چې په افغانستان کې د جنګ پلوی ؤ او د امریکا له سپیرې ناکامۍ وروسته شاید اغیزمن شوی وي او غواړي، له ټول افغانستان او درست افغان ولیس سره کینه او دښمني وړي،خو دا حل لاره نه ده .
د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیشن مشرله طالبانو سره د نعامل او د لارې د نقشې څځه د افغانانو دملاتړ په اړه په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارډز افیئر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان له واکمن پلاوي سره د هر ډول تعامل له وړاندیز سره مخالفت کړی ؤ.
داپه داسې حال کې دي چې د امریکا حکومت واک ته دطالبانو د رسیدا په پلمه د افغانستان شتمنۍ کنګل کړي او په دغه هیواد کې له انساني بحران سره سره ئې د افغانستان په ضد یو اړخیز بندیزونه هم لګولي دي.
د افغانستان د حکومت دفاع وزیر له دې مخکې هم په دې خبرې په ټینګار سره چې افغانستان له هیڅ یو ه هیوا په تیره بیا له ګاونډیانو سره د ښکیلیدا غوښتونکی نه دی ټينګار کړی ؤ ،امریکا له افغانانو سره د دښمني په لاره حرکت کوي.