د تورخم لویه لار د کینسر ناروغانو پرمخ پرانیستل شوه
Mar 14, 2024 12:22 Asia/Kabul
د افغانستان د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د تورخم لویه لار چې څلور ورځې وړاندې د ویزه نه درلودونکو پرمخ د پاکستان له لورې تړل شوې وه، نن یو خل بیا د کینسر ناروغانو پرمخ پرانیستل شوه.
د دغه چارواکو د خبرتیا له مخې، هغه کسان، چې د کینسر شپږ میاشتني کارتونه یې تورخم کې جمع کړي وي، عاجل دې تورخم ته مراجعه وکړي، ترڅو پرته له ویزې ورته کوزې پښتونخواه ته د درملنې په موخه د تللو اجازه ورکړل شي.
د یادونې وړده چې تر دې وړاندې هم د تورخم لویه لار د بېلا بېلو لاملونو له امله دواړو خواو له لورې تړل شوې وه.
ټیګونه