د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان بريدونو ته تند غبرګون وښود
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i147856-د_افغانستان_د_طالبانو_حکومت_د_پاکستان_بريدونو_ته_تند_غبرګون_وښود
د افغانستان د طالبانو سرپرست حکومت پر خوست او پکتیکا ولایتونو د پاکستان هوايي بريدونه وغندل او او وایي، دغه غيرسنجيده اقدام د افغانستان په حریم تجاوز او تیری دی.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 18, 2024 10:38 Asia/Kabul

د افغانستان د طالبانو سرپرست حکومت پر خوست او پکتیکا ولایتونو د پاکستان هوايي بريدونه وغندل او او وایي، دغه غيرسنجيده اقدام د افغانستان په حریم تجاوز او تیری دی.

زمونږخبریال  راپور راکړ ، دافغانستان د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي تېره شپه شاوخوا درې بجې پاکستاني الوتکو د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ په لمنه سیمه او د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې کې د عامو وګړو پر کورونو بمبار کړی.

نوموړی زياتوي ددغه بمبار په نتيجه کې په پکتیکا کې درې ښځې او درې ماشومان وژل شوي او خوست کې د یوه کور نړېدو له کبله دوې ښځې وژل شوې دي.

پاکستاني سرچینو ویلي، ظاهرا برید د ټي ټي پي د یوه قومندان عبدالله شاه پر استوګنځي شوی، خو ښاغلي مجاهد وايي چې عبدالله شاه پاکستان کې دی.

په دې اړه مفصل راپور زمونږ دخبریال له خولې آورو .