ننګرهار کښې چاودنې او نورو پیښو لس کسان مړه او ژوبل کړي جزیات دلته لرو
زمونږ خبریال راپور راکړی ننګرهار کې د یوې چاودنې او څو نورو پیښو له امله خواوشاه لسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
چارواکي وایي په پیښو ککړ ډیری کسان د امنیتي ځواکونو له لورې نیول شوي دي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ عبدالبصیر زابلی وایيتیره ورځ ناوخته د ډیورنډ فرضي کرښې ته څیرمه پرتې ولسوالۍ نازیانو د ژۍ په سیمه کې د یوې پخوانې ناچاودې مرمې د چاودنې له امله دوه تنه تنکي ځوانان چې د خپلو مالونو په څرولو بوخت وو وژل شویدي.
دا په داسې حال کې ده چې په سیمه کې عیني شاهدان وایيدا پېښه چاودنه نه بلکې د پاکستاني ځواکونو له لورې د ورتوغول شوې مرمې د لګیدو له امله رامنخته شویده.
خو د ننګرهار ولایتي چارواکو د پاکستاني پوځيانو د توپونو د برید په اړه څه نه دي ویلي.
د نازیان ولسوالۍ د پوهنې امریت چارواکو ویلي چې وژل شوي دواړه تنکي ځلمیان د اتم او شپږم ټولګي زده کوونکی وو.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ عبدالصیر زابلي همدا راز ویلي چې په تیرو څلرویشت ساعتونو کې د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو، هسکې مینې ،ګوشتې او بهسودو ولسوالیو کې دخپلمنځي شخړو له امله نږدې لس کسان ژوبل شویدي. نوموړي ویلي د پیښو ټپیان د درملنې په موخه د امنیتي ځواکونو له لورې نږدې روغتونونو ته وړل شوي او په پيښو کې ککړ یو شمیر کسان نیول شویدي.
هغه ویلي چې دا ټولې پیښې د کورني تاوتریخوالي او لفظي ناندریو له امله رامنځته شویدي.
تیره اونۍ هم د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د لفظي شخړې له امله په رامنځته شوې وسله واله نښته کې درې تنه وژل شوي او درې نور ژوبل شوي وو.