جلال اباد ښار کښې د واټونو د پراخولو چارې پیل شوي دي راپور دلته لرو
زمونږ خبریال راپور راکړی د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د واټونو د پراخولو چارې پېل شوې.
د ښاروالۍ چارواکي وايي موخه یې په ښار کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې راکمول او ښاریانو ته د اسانتیاوو رامنځته کول دي.
د جلال اباد ښاروالۍ له لورې په ښار کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې مخنیوي او دغه راز ښاریانو ته د تګ راتګ پر مهال د اسانتیاوو د برابرولو په موخه د واټونو پراخولو چارې د ښار دریمې ناحیې اړوند امنیه قوماندانۍ مخې ته له غزیدلي واټ څخه پېل شوې.
د جلال اباد ښاروال عبدالرازق ضیایي وایي د دې واټ په پراخولو او دغه راز د واټ تر څنګ ویالو او پلو لارو پر جوړولو به یوولس میلیونه افغانۍ ولګول شي چې د ښاروالۍ له داخلي عوایدو ورکول کیږي. د جلال اباد ښاروال وایي په ښارکې به د واټونو پراخولو چارو ته دوام ورکړي او د مالي امکاناتو په پام کې نیولو سره به دا چاره د ښار نورو سیمو ته هم وغزوي.
جلال اباد ښاریان هم چې په ښارکې له ترافیکي ګڼې ګوڼې نه ستومانه دي د ښاروالۍ د دې اقدام ستاینه کوي او همدارنګه د واټونو ، ویالو او پلو لارو د معیاري جوړولو غوښتونکي دي.
دهغه ودانیز شرکت چې په ښار کې د واټونو جوړولو چارې پر مخ بیایي د انجنیرۍ برخې مسول انجنیر ذبیح الله وایي د واټونو په جوړولو کې به ټولو انجنیرې معیارونو ته پاملرنه کوی.
جلال اباد ښار چې لسګونه کاله وړاندې د ډیرو لږ خلکو د اوسیدنې لپاره جوړ شوی او تر دا مهاله یې پراختیا ته هیڅ ډول پاملرنه نده شوې ورځ تربلې پکې د استوګنو شمیر زیاتیږي چې له امله ورسره د ښار په واټونو او پلو لارو کې ګرځیدل راګرځیدل هم ستونزمن شوي دي.
ویل کیږي دا مهال د ننګرهار ولایت پر ځایي استوګنو سربیره د افغانستان د خواوشاه پنځلسو ولایتونو زرګونه کورنۍ هم په جلال اباد کې استوګنه کوي.