Mar 25, 2024 12:21 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی د پوهنتون چارواکي وایي دا ودانۍ د یو ملي سوداګر په مالي مرسته جوړیږي. ننګرهارپوهنتون چې د هیواد په کچه دویم ستر علمي مرکز ګڼل کیږي خو تر دا مهاله پکې زده کړیالانو ته د علمي څیړنو مرکز ودانۍ نه وه جوړه شوې.

د  پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال قاضي خالد صداقت وایي د هیواد یو ملي سوداګر« بازمحمد افسرزی» غواړي په خپل شخصي لګښت د پوهنتون علمي څیړنو مرکز لپاره نوۍ ودانۍ په درې سوه متر مربع زمکه او درې  پوړونو کې  په پاخه او اساسي ډول جوړه کړي  چې د بنسټ ډبره یې کیښودل شوه او چارې به یې په راتلونکو درې میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

 قاضي خالد صداقت وویل پردې مرکز چې تر ډیره به د ننګرهار پوهنتون  ساینس او کرنې پوهنځیو استادان او  زده کړیالان ترې ګټه پورته کوي  خواوشاه پنځلس ملیونه افغانۍ لګښت راځي چې د یاد سوداګر دمرستندویه بنسټ له لورې ورکول کیږي.

ملي سوداګر او د افسر زي مرستندویه بنست مشر حاجي بازمحمد افسر زی وایيپر ودانۍ جوړولو سربیره به له دې مرکز سره د تجهیزاتو چمتو کولو په موخه د پنځه ملیونه افغانیو نغده مرسته هم وکړي.

ننګرهارپوهنتون دساینس او کرنې پوهنځیو استادان او زده کړیالان هم خوشحاله دي چې د دوې د علمي څیړنو ترسره کولو لپاره اسانتیاوې برابریږي.

 که څه هم چې په ننګرهار پوهنتون کې په بېلابېلو برخو کې علمي څیړنې ترسره کیدي خو د ځانګړي ځای او امکاناتو د نه شتون له امله هومره چې لازمه وه دا څیړنې اغیزشیندونکي  او ګټورې نه وې.

 

ټیګونه