Mar 25, 2024 16:18 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په میدان وردګو ولایت کې (۱۰۰۰) تنو مالدارانو ته حیواني خوراکه وویشل شوه.

د میدان وردګو ولایت د کرنی ریاست چارواکي وایي چې د یاد ریاست په همغږۍ د (دوستانو ټولنیزه او پرمختیایی موسسې) یاد(FCDO)  لخوا (۱۰۰۰) تنه مال لرونکو ته حیوانی خوراکه ور وویشل شوه.

یاده مرسته د میدان وردګو ولایت د (جلریز) په ولسوالۍ کې د زراعت او خوړو نړیوال سازمان یا

food and Agriculture Organization of the united nation)  ) په مالي  ملاتړ او د دوستانو ټولنیزه او پرمختیایی موسسی یا(Frinds community development organization) په تخنیکی مرسته ترسره شوه.

د دې مرستې اندازه هرې کورنۍ ته (۲۰۰) کیلو ګرامه حیوانی خوراکه وه چی ویل شوي د افغانستاان د کرنی وزرات د پلان اوپالیسی ریاست د پلان مطابق یاده مرسته به دمیدان وردګو ولایت (چک) ولسوالۍ کې هم (۱۰۰۰) تنو مال لرونکو کسانو ته ترسره شي کوم چې سروې شوي وي.

 

ټیګونه