Mar 26, 2024 09:43 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی چارواکي وایي نیول شوو غلو د طالبانو او امنیتي ځواکونو له نوم نه په ګټه اخیستنه د خلکو کورونه لوټل.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ عبدالبصیر زابلي وایي د دې ولایت سره رود ولسوالۍ امنیتي ځواکونو تیره شپه د یادې ولسوالۍ د چارباغ په سیمه کې د غلو یوه اتلس کسیزه ډله داسې مهال نیولې چې یوه کور ته د غلا په نیت ورغلي وو.

زابلي وویل غلو د نیول کیدو پرمهال له امنیتي ځواکونو سره وسله واله نښته هم کړې خو پر وینا امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

 د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند وویل نیول شویو غلو په خپلو لومړنیو اعترافاتو کې ویلي چې له تیر یوه کال راهیسې یې د خلکو د کورونو پر لوټلو پېل کړی دی.

نوموړي وویل دغو غلو د غلا پر مهال له پوځي یونیفورم، مصنوعي ویښتانو او دغه راز د طالبانو او امنیتي ځواکونو له نامه نه په ګټه اخیستنه دخلکو کورونه لوټل.

زابلي وویل نیول شوي غله به تر لومړنیو پلټونو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته وسپاري.

په ورته مهال د سره رود ولسوال نصرت کوچی وایي له څه مهال راهیسې ورته ولسي خلکو شکایتونه کول چې د طالبانو له نامه نه په ګټه اخیستنه په سره رود ولسوالۍ کې د خلکو کورونه لوټل کیږي.

هغه وویل دوې له ډیرې مودې ددغو کسانو په لټه کې وو چې بالاخره یې تیره شپه اتلس کسان په داسې حال کې چې وسلې ، پوځي یونیفورم او مصنوعي ویښتان هم ورسره وو ونیول.

 د هغه پر وینا نیول شوي کسان د بېلابیلو سیمو اوسیدونکي دی.

 د سره رود ولسوالۍ یو قومي مشر د غلو د دغې ډلې د نیول کیدو له امله د امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه او  ویې ویل د دې ولسوالۍ اوسیدونکي به هغه مهال د ارام ساه واخلي چې نیول شویو کسانو ته سخته سزا ورکول شي.

 نیول شویو غلو هم پر خپلو ترسره کړو کړنو اعتراف وکړ او د رسنیو پر وړاندې یې د غلا او شوکې د څو پیښو یادونه وکړه.

په سره رود ولسوالۍ کې د غلو دا وسله واله ډله داسې مهال نیول کیږي چې په دې وروستیو کې د ننګرهار ولایت په بېلابیلو سیموکې د وسله والې غلا او شوکې پیښې زیاتې شویدي.

 

ټیګونه