Mar 26, 2024 13:55 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په میدان وردګو ولایت کې د افغاني غوړیو او کنجاړې د تولید کار خونې په فعالیت پیل وکړ.

د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د شپږ (۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د افغاني غوړیو او کنجاړې د تولید یوه کارخونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او په فعالیت يې پیل وکړ.

د میدان وردګ ولایت د صنعت او سوداګرۍ مشر انجینر محمدخان ځواک تهران راډیو ته په ځانګړې مرکه کې وویل چې یاده کارخونه د یوه کس عبدالرحمن عابد نومې له خوا څخه جوړه شوې چې په (۲۴) ساعتونو کې د (۶۳۰۰) کیلو کنجاړې او یو ټن وطني غوړیو د تولید ظرفیت لري چې په کې (۱۰) تنه په مستقیم او لسګونو تنو ته په غیرې مستقیم ډول دکار زمینه برابره شوې ده.

نوموړی له پانګه والو څخه غواړي ترڅو په دې ولایت کې په مختلفو برخو کې پانګونه ترسره کړي.

باید وویل شي په دې وروستیو کې په افغانستان کې د کورنیو پانګوالو سربیره دیو شمېر بهرنیو هیوادونو له لوري څخه هم د پانګونې راپورنه ورکول شي دي.

 

ټیګونه