Mar 27, 2024 11:54 Asia/Kabul
  • سوداګریز او سیاسي مسایل دې سره بېل شي

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو په کابل کې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له پلاوي سره په ګډه ناسته کې د سوداګریزو اړیکو پر وړاندې د شته ننګونو د حل په اړه خبرې کړې دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له پاکستاني لوري غوښتي چې سیاسي او سوداګریز مسایل باید سره بېل شي.

نوموړي دا هم ویلي چې ستونزو ته باید اساسي حل لارې ولټول شي او د سوداګرۍ موضوع له سیاسي مسایلو سره ونه‌تړل شي.

ټاکل شوې چې په دې ناسته کې د (PTA)  پر سوداګریز تړون، اپټا تړون، هوايي ټرانزیټ، د تورخم، چمن او سپین بولډک په بندرونو کې پر ۲۴ساعته فعالیتونو او نورو سوداګریزو موضوعاتو هم خبرې وشي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو یادې څرګندونې داسې مهال کړې، چې په دې وروستیو کې د بېلابېلو مسایلو پر سر د افغانستان او پاکستان سوداګریزې اړیکې پیکه شوې دي.

ټیګونه