May 25, 2024 12:51 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر د مسلمانانو غږ د نړۍ خلکو ته ورسوه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د شیعه علماو د شورا مرستیال« محمد اکبري» وویل د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په دنیا او د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې د اسلام او د مسلمانانو غږ د میلیارډونو کسانو غوږونو ته ورسوه.

هغه د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي او د ایران مسلمان ملت ته د ولسمشر ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو د شهادت په هکله د تسلیت په ویلو سره ډاګینه کړه شهید رئیسي د دیانت ، د اخلاقو او د سیاست له پلوه یو بیلګه سړی او یو ژمن او ولایتمداره انقلابي و.

محمد اکبري وویل ولسمشر ابراهیم رئیسي په هغه لاره کښې چې د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي ټاکله حرکت کاوه  او د هغه ټوله هڅه د ایران د خلکو د مشکلاتو حل کول وو.

 

ټیګونه