د تاریخي آبداتو د ساتنې په تړاو د سرپرست حکومت مکلفیت
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i150234-د_تاریخي_آبداتو_د_ساتنې_په_تړاو_د_سرپرست_حکومت_مکلفیت
د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه ویلي چې د افغانستان د تاریخي آثارو ساتنه د دوی د حکومت له مکلفیتونو څخه ده.
(last modified 2024-07-11T07:34:23+00:00 )
Jul 11, 2024 12:02 Asia/Kabul
  • د تاریخي آبداتو د ساتنې په تړاو د سرپرست حکومت مکلفیت

د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه ویلي چې د افغانستان د تاریخي آثارو ساتنه د دوی د حکومت له مکلفیتونو څخه ده.

نوموړي په کابل کې د آغا خان بنسټ د تاريخي آبداتو د څانګې له مشر سره په کتنه کې ویلي چې د هېواد تاريخي آبدات، د افغانانو د لرغوني تاريخ، اصلي کلتور او ملي هويت څرګندونه کوي.

په ورته وخت کې؛ داطلاعاتو کلتور وزارت وياند حبيب غفران هم ویلي چې: پر هغو پروژو خبرې وشوې چې کار روان دى، په هرات کې د جامع جومات بيارغونه، د خواجه عبدالله انصاري زيارت چې په دې ولایت کې د وروستیو زلزلو له امله زيانمن شوی دی، همدارنګه په غزني ولایت کې د باباجي جومات بیارغونه او د کابل په بالاحصار کې د لرغوني پارک د جوړښت چارې دي.

تر دې مخکې هم د سرپرست حکومت چارواکو ژمنه کړې وه چې د افغانستان د تاریخي آثارو د ساتنې او پالنې لپاره به هڅې کوي.

دوی ویلي چې دا مهال د بیارغونې یوویشت پروژې په لاس کې دي، چې پر یوولسو پروژو کار روان دی او د لسو نورو پروژو کار به هم ډېر ژر پیل شي.